د کرنې وزارت مشرتابه د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه ملت ته د راپور ورکونې د پروګرام له لارې خپل د تېر کال د کړنو او لاسته راوړنو راپور او د روان کال کاري پلان وړاندې کړل.
په دې پروګرام کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، مولوی صدر اعظم عثماني او د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د امارت د رسنیو مرکز کې د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې خپل یوکلن کاري کړنې او لاسته راوړنې او فعالیتونه له خبریالانو او خلکو سره شریک او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د کرنې وزیر د مطبوعاتي کنفرانس په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو کلن فعالیتونو راپور د اوبولګولو، طبیعي سرچینو او د ځنګلونو ساتنې، د نباتاتو او حیواني ناروغیو او آفتونو سره د مبارزې، د څارویو واکسین او څارویو وقایې، د ځمکو د غصب مخنیوی، د غصب شویو ځمکو بیرته راګرځول، دموسمي اوبو او تر ځمکې لاندې اوبو مدیریت، پانګوالو او بزګرانو ته د ځمکې اجاره ورکول، د وکالې او مربحې د خدماتو وړاندې کول، د ارزښتناکو بوټو وده او ترویج په برخه کې ومعلومات وړاندې او په یادو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ پر جدي ارادې خبرې وکړې.
د کرنې وزیر دغه راز په خپلو خبرو کې د مالدارۍ، کرنې او بڼوالۍ لپاره د افغانستان د اقلیم او خاورې د مناسبیت په ټول هېواد کې د کرنې د ودې لپاره د امیرالمؤمنین حفظه الله له لارښوونو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه: « له جلالتمآب امیرالمؤمنین سره مو څو ناستې درلودې، چې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په اړه یې جدي وړاندیزونه درلودل، هغه په خپلو خبرو کې راته وویل، چې د کرنې په برخه کې دومره کار وکړم چې حتی د خلکو بامونه هم په کرنیزو ځمکو بدل شي او په هغه کې کرکېله و شي، همدا راز موږ پلان لرو چې سږ کال د افغانستان څو سیمې د ملي پارکونو په توګه اعلان کړو تر څو کورني او بهرني سیلانیان راشي ددې هېواد له زرغون طبیعت څخه خوند واخلي او ګټه یې حکومت ته ورسېږي.»
ښاغلي عطاء الله عمري د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د ناپېژانده او مناسب بستر د شتون په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:
«د افغانستان هره سیمه د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې ځانګړې ځانګړنه لري، د کارپوهانو هغه بورډ چې سږ کال مو جوړ کړی، دنده لري چې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته سفر وکړي او ځانګړتیاوې یې راټولې کړي، تر څو معلومه شي چې کوم ډول بوټي په کوم ځای کې کرل کېږي او غوره پایلې لري، له هغې وروسته، به موږ د ځانګړو پلانونو پراختیا او پلي کول عملي کړو.»
د کرنې وزیر له وینا وروسته خبریالانو د غنمو د چمتو کولو، له ناروغیو او آفتونو سره د مبارزې، د اوبو رسولو، د غصب د مخنیوي او بڼوالۍ، مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د کیفیت په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړل، چې د کرنې وزیر او مرستیالانو یې ورته ځوابونه وویل.
په ورته وخت کې په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د تېر یوه کال په ترڅ کې د کرنې وزارت د راټولو شویو عوایدو او د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا د بزګرانو کورنیو د ملاتړ په پار د کرنې او بڼوالي د نویو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت د مخنیوي په برخه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دوی د امارت کابینې ته د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پلان وړاندیز کړی دی، چې پرې کار روان دی ترڅو د کابل او د افغانستان په ولایتونو کې د ځمکې لاندې او باراني اوبو ښه مدیریت شي. دې ته ورته طرحې د هیواد د ټولو اوبو څخه د استفادې لپاره چمتو شوی چې سږکال عملي کېږي.»
بلخوا د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د هېواد د طبیعي زېرمو، ځنګلونو او د اوبو د مدیریت په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ټینګار وکړ چې د امارت په راتګ سره طبیعي پانګې مدیریت شوي او د ځنګلونو او د هیواد نورو پانګو دښمنانو ته د قاچاق اجازه او د ځنګلونو پرې کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، د اوبو څخه د استفادې او د ځنګلونو د ساتنې لپاره طرحه هم چمتو او له کابینې سره شریک او تصویب شوي.
رهبری وزارت زراعت گزارش کارکردها و دستاورد هایشان را ارایه کردند
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مرکز رسانههای حکومت گزارش کارکردهای و دستاورد های یک سال اخیر و پلان کاری برای سال جاری را از طریق برنامه گزارش دهی به ملت اراییه کردند.
در این برنامه مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی صدراعظم عثمانی و مولوی فضلالباری فضلی معین مالی و اداری وزارت در یک کنفرانس مطبوعاتی در مرکز رسانههای امارت اشتراک کرده و گزارش فعالیتهای یک ساله شان را به خبرنگاران و مردم شریک ساخته و به سوالات خبرنگاران پاسخ گفتند.
در آغاز نشست مطبوعاتی وزیر زراعت گزارش فعالیتهای یک ساله وزارت زراعت، آبیاری و مالداری را در بخش آبیاری، منابع طبیعی و حفاظت از جنگلات، مبارزه با امراض و آفات نباتی و حیوانی، تهیه واکسینهای حیوانی و وقایه حیوانات، جلوگیری از غصب زمینها، استردادزمینهای غصب شده، مدیریت آبهای موسومی و زیر زمینی، اجارهدهی زمین به سرمایهگذاران و دهقانان، اراییه خدمات وکاله و مرابحه، ترویج نباتات با ارزش و اراییه کرده و از اراده جدی رهبری امارت اسلامی افغانستان بر کار در بخشهای متذکره سخن زد.
وزیر زراعت همچنان از هدایت امیرالمومنین حفظهالله مبنی بر ترویج زراعت به کنج و کنار ملک به دلیل مناسبت بودن اقلیم و خاک افغانستان برای مالداری، زراعت و باغداری یاد کرده افزود" چندین ملاقات با جلالتمآب امیرالمومنین داشتیم که پیرامون انکشاف زراعت و مالداری هدایات جدی داشتند، در یکی از صحبتهایش برایم گفت در زراعت به حدی کار کنید که حتی بامخانههای مردم به زمین زراعتی تبدیل شود و در آن کشت گردد، همینگونه پلان داریم که امسال چندین منطقهای از افغانستان را پارک ملی اعلان کنیم تا گردشگران داخلی و خارجی بیایند از طبیعت سرسبز این ملک مستفید شوند و مفادش به حکومت هم برسد".
آقای عطاءالله عمری از موجودیت بسترهای مناسبت و شناسایی نشده در بخش زراعت، مالداری و سایر بخش ها سخن زده افزود"
" هر منطقهای از افغانستان خصوصیت خاص زراعتی و باغداری دارد، بورد متخصصین که امسال جور کردیم وظیفه دارند تا بعد از این به ۳۴ ولایت کشور سفر کرده و خصوصیت آن را جمعآوری کنند تا بهتر معلوم شود که در کجا کدام نوع نبات حاصل بهتر می دهد، بعد از آن دنبال ترویج و عملی سازی پلانهای تخصصی میرویم"
پس از سخنرانی وزیر زراعت خبرنگاران در قسمت تهیه گندم، مبارزه با امراض و آفات، تهیه آب، جلوگیری از غصب و کیفیت محصولات زراعتی، باغداری و مالداری سوالات شان را مطرح نمودند که از طرف وزیر زراعت و معاونان این اداره به آن پاسخ داده شد.
در همین حال در این نشست مولوی فضلالباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در مورد عواید جمع آوری شده از سوی وزارت زراعت در طی یک سال اخیر سخن زده و از روی دست داشتن برنامههای جدید زراعتی و باغداری برای حمایت از خانواده دهقان از سوی رهبری امارت اسلامی سخن گفت.
همچنان مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از تلاشها جهت جلوگیری از کاهش آبهای زیر زمینی در کابل سخن زده افزود" گفت که طرح انتقال آب از دریای پنجشیر به کابل را به کابیه امارت پیشنهاد کردهاند، روی آن کار جریان دارد تا کارش آغاز گردیده و آبهای زیر زمینی و موسمی در کابل و ولایات افغانستان مدیریت بهتر شود، چنین طرحی برای استفاده از تمام آبهای کشور جور شده و امسال عملی میگردد".
از سوی دیگر مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در پاسخ به سوال خبرنگاران پیرامون حفاظت از منابع طبیعی، جنگلات و مدیریت آبهای کشور صحبت نمود تاکید کرد که با آمدن امارت سرمایههای طبیعی مدیریت شده و به دشمنان جنگل و دیگرسرمایههای وطن اجازه قاچاق و قطع جنگلات داده نشدهاست، طرحی نیز برای استفاده از آبها و حفاظت از جنگلات ولایتها جورشده، به کابینه شریک شده و نیز تصویب گردیدهاست.