عصري ممیزخونو سره د کندهاري بڼوالو عواید د پام وړ زیاته شوې

content_admin
Sat, Aug 24 2019 10:34 AM
عصري ممیزخونو سره د کندهاري بڼوالو عواید د پام وړ زیاته شوې


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه (NHLP) په کندهار کې د خپلو نورو فعالیتونو تر څنګ انګورو بڼوالو لپاره د ممیزخونو جوړولو په برخه کې هم فعاليت کوی.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه (NHLP) له ۲۰۱۶ ام کال را په دې خوا د کندهار ولایت په ډنډ، دامان، ارغنداب، پنجوایي او ژړی ولسوالیو کې د انګورو بڼوالو لپاره ۸۳ عصري ممیزخونې جوړې کړي دي. ددې ترڅنګ په روان ۲۰۱۹ام کال کې د نړیوال بانک له خوا د کندهار ولایت لپاره ۶۹ بابه نور عصري ممیز خونې هم منظور شوي دي، چې ودانیزې چارې یې روانې دي.

یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.

دا چې په تېرو کلونو کې د هېواد په سوېل لوېدیځه حوزه کې د ورښتونو کچه ټېټه او وچکالۍ زیاته وه نو بڼوال اړ ول چې، د خپلو بڼونو انګور په تازه شکل وپلوري، خو له نېکه مرغه په سوېل لوېدیځه حوزه کې سږ کال او په ځانګړې توګه د کندهار هغه ولسوالۍ، چې د دهلې له بند څخه یې ځمکې او بڼونه خړوبیږي لکه «شاه ولیکوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایي، ژړی، میوند او د کندهار مرکز» په کافي اندازه اوبه لري، چې د غلو دانو او سبو ترڅنګ یې د مېوه لرونکو بڼونو حاصلات هم لوړ شوي دي.

کندهار کې د انګورو ډېر بڼونه دي، چې هر کال له دې ولایت څخه نورو ولایتونو ته زرګونه ټنه انګور لېږل کیږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.

په همدې موخه دکرنې وزارت د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم بڼوالو لپاره عصري ممیزخونې جوړې کړي دي، چې د دودیزو هغو په پرتله ددغو ممیزخونو د ممیزو کیفیت ښه او ډېر پېرېدونکي لري.

بڼوال هم وایي کوم ممیز چې، دوی یې په عصري ممیز خونو کې تولیدوي په بازارونو کې یې بیې تر دودیزو هغو چې، دویي په دودیزه بڼه تولیدوي دوه چنده ده.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې (NHLP) له عصري ممیزخونو څخه یوتن برخمن شوی بڼوال د کندهار ولایت د ژړی ولسوالۍ د پساب د کلي اوسیدونکی ۵۵ کلن حاجي محمد عوض دی. حاجي محمد عوض په خپله ممیز خونه نه لري خو د دوی د کلي بل اوسیدونکی علي احمد ته چې تېر کال د کرنې وزارت له خوا یوه عصري ممیزخونه جوړه شوې وه، اوس د حاجي محمد عوض انګور په کې ځوړند دي. حاجي محمدعوض وویل: «په دې ممیزخونه کې مې ۲.۷ ټنه شندونخاني او ګردک انګور ځوړندکړي دي. په لومړي سر کې زړه نا زړه وم وېرېدلم چې، په دې ممیزخونه کې مې د ممیزو رنګ وا نوړي او کیفیت یې خراب نه شي ځکه له ځینو خلکو مې اورېدلی وو، چې پخې ممیزخونې د ممیزو رنګ اړوی «سوروالی او توروالی پیداکوی» او کیفیت یې خرابوی، خو ما په دې ممیزخونه کې عملاً تجربه کړه، چې په دې عصري ممیزخونه کې د ځوړند شویو انګورو رنګ ډېر ښه زرغون پاتي دي او رنګ یې کوم تغییر «سوروالی او توروالی» نه دی کړی.» حاجي محمدعوض په خپلو خبرو کې داهم وویل که چېرې بڼوال د خپلو بڼونو انګور د پخېدو په مناسبه مرحله کې وشکوی او همدارنګه د پوتاشیم کاربونیټ او تېلو په محلول کې یې غوټه کړي د ممیزکېدو عملیه یې نوره هم ګړندی کیږي، چې د ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې په بشپړ ډول وچیږي. عوض زیاته کړه:«تر دې مخکې موږ په دودیزو ممیزخونو خپل انګور ځوړندول، چې په یادو ممیزخونو کې زموږ تازه انګور له ۴۵ تر ۶۰ پورې په ممیزو بدلېده او کیفیت یې هم خراب و خو اوس د کرنې وزارت له خوا په جوړشوي عصري ممیزخونو کې تازه انګور له ۱۵ تر ۲۰ ورځو په ممیزو بدلیږې او کیفیت یې هم ډېر ښه وی او ښه بازار هم لري

د محمدعوض ترڅنګ د کندهار د ژړی ولسوالۍ د وزیرو د کلي اوسیدونکی حاجي عبدالباقي هم هغه بڼوال دی، چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامې له خوا ورته په ۲۰۱۸ ام زېږدیز کال کې ممیزخونه جوړه شوې ده، عبدالباقي په خپله ممیزخونه کې ۱.۰۸ ټنه تازه انګور ځړولې وه، چې د هغه په وینا په ۲۰ ورځو کې یې تازه انګور په ممیزو بدل شو. عبدالباقي وایي: «په عصري ممیزخونه کې مې انګور د ۲۰ ورځو په اوږدو کې په ممیزو بدل شو رنګ یې ډېر روښانه او کیفیت یې هم د سیمه ییزو ممیزخونو په پرتله لوړ دی.» د عبدالباقي په خبره په عصري ممیزخونه کې تولید شوي ممیز ښه کیفیت لري او پېریدونکي یې ډېر دي.

عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې په دودیزه بڼه تولیدي څوچنده ښه کیفیت لري.

ممیز د افغانستان یو مهم صادراتي توکی ده او د ممیز خونو جوړول د معیاري ممیزو په تولید کې له بزګرانو سره مرسته کوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS