پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Wed, Jul 26 2023 10:02 AM
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د یادې کمېټې رییس او غړو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې و کړې.
په دې غونډه کې د پروان ولایت د تخنیکي پلاوي رییس مولوی محمد رحیم نعماني، د عدلیې رییس مولوی عبدالقدیرعابد، د ښاروالۍ رییس مولوی سید نیکمل آغا، مستوفي مفتي کفایت الله حقانيی،  د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی قدرت الله ذاکر، د کدستر سروې مسؤل انجنیر عبدالبشیر نظري او د  تخنیکي پلاوي سکرتر عتیق الله الهام ګډون درلود .
د غونډې په پیل کې د پروان د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې رییس مولوی محمد رحیم نعماني د تېرې غونډې د موضوعاتو تر څېړنې وروسته  د بګرام خم کلان سیمې د غصب شوي ځمکې اسکیج او کروکي وکتل شوه او همدا شان د احمدشاه مسعود ښارګوټي اسکیج او کروکي تر کتلو وروسته مولوی صاحبانو خپل نظریات وړندې کړل. 
په دې غونډه کې دراتلونکو سفرونو په هکله هم خبرې وشوې تر څو د غصب په مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګر ځولو کې د جدیت  څخه کار واخیستل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS