جنوب لویدیځ زون کې تر څلورزره ټنه زیات د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي

mail-admin
Sun, Jul 23 2023 3:51 PM
جنوب لویدیځ زون کې تر څلورزره ټنه زیات د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي

۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست په مستقیمه همکارۍ،  دجنوب لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت د مسلکي او فنی کارمندانو له خوا، په هلمند، کندهار او اروزګان ولایتونو کې د اصلاح شویو غنمو د تولید ټول مراحل بشپړ شوي دي، چې دا مهال یې د پروسس چارې دوام لري.
سږکال په جنوب لویدیځ زون کې ٢٣.٨ متریک ټنه د غنمو  مورني اصلاح شوي تخمونه د هلمند او کندهار ولایتونو څېړنیزو فارمونو کې، د هلمند داصلاح شویو تخمونو  تصدۍ کې ١٦٠ متریک ټنه بنیادي او ٥٨٦.٧ ټنه تصدیقي تخمونه، د کندهار ولایت تصدۍ کې ٩٦ متریک ټنه بنیادي او ٣٤٧.٢ متریک ټنه تصدیقي تخمونه، او همدارنګه د اصلاح شویو تخمونو خصوصي شرکتو لخوا په هلمند او کندهار ولایت کې ٢٩٥٢.٧٧٥ متریک ټنه تصدیقي، چې ټول ٤١٦٦.٤٧٥ متریک ټنه کېږي د غنمو اصلاح شوي تخمونه په لوړ کیفیت سره تولیدېږي.
نوموړي تخمونه به د هلمند ولایت سربېره، کندهار، اروزګان او د ګڼو نورو ولایتونو کرونده ګرو په واک کې ورکول شي ترڅو له مخې یې ځمکوال لوړ حاصلات ترلاسه کړي. 
د هلمند ولایت کرنې اداره هڅه کوي، ترڅو د جنوب لویدیځ زون لپاره د تخمونو د اصلاح، تکثیر او ترویج برخه کې لا زیات کار وکړي، ترڅو د بزګرانو په کرنیز اقتصاد کې بهبود رامنځته شي.
د غنمو اصلاح شویو تخمونو تولید د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو کې رغنده رول لري او همدارنګه هېواد د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS