د خوست نادر شاه کوټ کې پر ١٦٧ بزګرانو د سبو تخمونه ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست ددې ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالی پر ١٦٧ مستحقو او اړمنو بزګرانو د کورنیو باغچو اړوند د سبو تخمونه ووېشل شول.
په وېشل شویو تخمونو کې د سبو تخمونه لکه د کدو، رومی بانجانو،ګ لپی، شلغم، تورو بانجانو، بنډۍ او کرمو تخمونه شامل دي.
له ویشل شویو مرستو څخه موخه د اړمنو بزګرانو لاس نیوۍ او په دې ولایت کې دکورنیو باغچو دودول او ترڅنګ یې د سبو حاصلاتو زیاتوالی دی.