د پکتیکا نکي ولسوالی کې د اوبولګولو د یوشمېر پروژو بنسټ ډبره کېښودل شو

mail-admin
Thu, Jul 20 2023 11:35 AM
د پکتیکا نکي ولسوالی کې د اوبولګولو د یوشمېر پروژو بنسټ ډبره کېښودل شو

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د نکي په ولسوالی کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي لګښت د اوبولګولو د ۱۵ پروژو د رغولو د بنسټ ډبره کېښودل شو، چې ټولیز لګښت یې ۱۵۷۵۰۰ امرکایي ډالرو ته رسېږي.
 دغه پروژه، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي او د ګومل فرعي سیندیزې حوزې ریاست تر نظارت لاندې پلي کېږي د اوبو د زېرمه کولو واړه بندونه، ټرنچونه، استنادي دېوالونه، تحکیم کارۍ او دغه راز د کانالونو پآک کارۍ په کې شاملې دي.
د دغو پروژو په پلي کولو سره د سیمې ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې هر کاریګر ته د شلو ورځو په بدل کې د ۱۰۰ امیکایي ډالرو معادل افغانۍ ورکول کېږي.
ددغو پروژو موخه د بزګرانو کروندو ته پر وخت اوبه رسول، د اوبو د ضایعاتو مخنیوي، خلکو ته دکار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS