لوګر کې د مېوو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 2:56 PM
لوګر کې د مېوو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېر کال په پرتله ددې ولایت د بڼونو د مېوو سږني حاصلات د پام وړ ډېر شوي دي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د کرنیزو چوپړونو آمریت د بڼوالۍ مدیریت د معلوماتو له مخې سږ کال د دغه ولایت د مېوو په حاصلاتو کې د تېرکال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالۍ راغلی دی.
دوی وایی تیرکال په ۳۹۱۷.۳ جریبه ځمکه مېوه کرل شوي وو چې ترې ۴۲۹۱۴.۵ ټنه حاصلات لاسته راغلي ؤ اوسږ کال په ۳۹۷۷.۳ جریب ځمکه کې مېوه کرل شوي، چې ترې ۴۷۶۲۷.۲ ټنه حاصلات تر لاسه شوي دي.
په همدې حال کې د لوګر بڼوال خوښ دي، چې سږ کال یې حاصلات ښه دي. دوی د ا.ا له مسؤولینو او مرستندویه موسسو غواړي تر څو ورسره لا زیاتې مرستې وکړي.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکو په دې ولایت کې د مېوو په حاصلاتو کې د زیاتوالی لاملونه په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوری دبڼوالۍ میکانیزه کولو برخه کې هڅې، د بڼوالو لاسنیوی او ورته د بڼوالۍ اړوند وسایلو وېشل ښودل شوی دی.
دا په داسی حال کې ده، چې د ا.ا له راتګ سره سم په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ۷۰۰ جریبه مېوه لرونکي او بې مېوې ونو بڼوڼه احداث شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS