پکتیکا کې پر۱۴۸ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 11:18 AM
پکتیکا کې پر۱۴۸ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د څلورو ولسوالیو پر هغو بڼوالو چی سږ کال د کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو د سولې بنسټ مؤسسې له خوا ورته نوی د مېوې بڼوڼه اېښودل شوي وو د بڼوالۍ اړونده توکو او کیمیاوی سرو د وېش لړۍ پیل شوی دی.
 په همدی موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر احمد ذبیح له بزګرانو او بڼوالو وغوښتل، چې له دغو مرسته شویو توکو او کیمیاوي سرو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي. ښاغلی ذبیح وویل هلې ځلې کوي، چې د پلان مطابق نور بنسټونه هم راجلب کړي، چې د بزګرانو او بڼوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.
د چارواکو په خبره دغه مرسته د سولې بنسټ مؤسسې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروګرام له لارې د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې پر ۱۴۸ بڼوالو وېشل کېږي، چې په کې د ښاخ بُری وسایلو ترڅنګ ۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره شمال دي.
  له وېشل شویو مرستو موخه په دغه ولایت کې د بڼوالو لاسنیوۍ او د بڼوالۍ مسلک ته وده ورکول ښودل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS