د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 10:59 AM
د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې دکرنې برخې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده. 
په همدې موخه د لغمان پوهنتون د بڼوالۍ ( هارټیکلچر ) د څانګې د امر استاد پوهنمل شاهدالله خاتم نیازی په مشرۍ د څلورم او درېيم ټولګیو ۴۹ تنو محصلینو تېره ورځ د ننګرهارکانال شرکت په هډې فارم کې  د ستروسو بڼوڼو، خرما بڼوڼو، زیتونو فابرېکې، شنو خونو، د اوبه خور د څاڅکو سیستم او نورو څخه د عملي زده کړې په موخه لېدنه ترسره کړه .  
د ننګرهار کانال د هډې فارم امر انجنیر سیداغا میاخیل راغلو محصلینو ته ښه راغلاست ووایه او ترڅنګ يې د ننګرهارکانال شرکت د  رییس مولوي غلام الرحمن کظيم پیغام چې په کې راغلي، کانال شرکت (ستره اقتصادي، کرنيزه او ټولنيزه پروژه ) ده، ځوان نسل په ځانګړي توګه لوستي ځوانان دې دا ستره پروژه لا ښه وپېژني او ورته دی کار وکړي، ځکه دا پروژه د ټولو ده  او سمبالوونکي او پرمختګ ورکوونکي يې نوى نسل او ځوان کهول دې .
په پای کې د لغمان پوهنتون د ریاست په استازۍ استاد پوهنمل شاهدالله خاتم نیازی د ننګرهارکانال شرکت د رهبرۍ، هډې فارم امریت، زیتونو فابرېکې امریت  او د ننګرهارکانال شرکت د مطبوعاتو لوی مدیریت نه مننه وکړه چې محصلینو ته مو عملي زده کړو او لېدنو په موخه اړونده ټولې پروژې له نږدې وښودل .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS