هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 10:50 AM
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوی نوبتي غونډه ترسره شوه، چي پکې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي  تر څنګ د یاد پلاوی نورو غړو هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډوانوالو د ٣ املاکي دوسیو ترتیب شوي راپورونه تحلیل او مطالعه کړل، چې له ډلې یې ټول ٣ ترتیب شوي راپورونه تائید او لاسلیک شول.
ورپسې په مرکز لښکرګاه کې د جهادي مدرسې او ١٣ ناحیې د تفصیلي پلان اړوند غصب شوې ځمکې، د بولان پر تپه د ٣٠ ناقلینو د ځمکې د غصب موضوع، د لنډی ناوې سیمه کې د اشخاصو او افرادو ترمنځ د امارتي ځمکې موضوع او سنګین ولسوالی کې د ځمکې موضوعات په جلاجلا توګه  وارزول شول او په اړه یې لازم اجرائت ترسره شول.
ددې ترڅنګ په ګرشک ولسوالی کې د حاجي طیب تر دعوی لاندې ځمکې لپاره د ګډ پلاوی وړاندیز ترتیب او لاسلیک شو، د نوزاد ولسوالی د رازدان او پایاب سیمو کې پر امارتي ځمکې د اشخاصو تر منځ تر دعوی لاندې ځمکه کې د تصرفاتو د مخنیوی او سیمې ته د پلاوي لېږلو پریکړه وشوه، د باباجي ولسوالی اړوند د ادې بڼ په سیمه کې  د عبدالبصیر خان موضوع نهایي او مرکز ته لېږلو ته چمتو شوه .
وروسته د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو له لوري تخنیکي پلاوی ته پر راجع شویو املاکي عرایضو بحث او خبرې وشوې، د یادو موضوعاتو د څېړنو او ارزونو په برخه کې هم لازم اجرائت ترسره شول .
په دې غونډه کې دغه راز د تخنیکي پلاوي غړو د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې هغوی ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS