کونړ کې ۴۶۵۰ مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 10:55 AM
کونړ کې ۴۶۵۰ مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو او خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۴۶۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، د شوتلو تخم او د څارویو د چنجیو ضد درمل وېشل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېراقا(پیرحبیب الرحمن) وویل، چې د ملګرو ملتونو او خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چپه درې، شیګل، غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو پر ۴۶۵۰ مالدارانو ۹۳۰ مټریک ټڼه د څاریو متراکم خوراکي توکي« هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه»،۶.۲ ټنه د شوتلو تخم او ۹۳۰ لیټره د څاریو د چنیجیو ضد درمل وېشل شوي دي.
د کونړ دکرنې رییس وویل، چې ددې مرستې موخه د مالدارانو د څارویو سالمه تغذیه، د څارویو د متراکمو خوراکي توکو ترویجول، د مالدارانو د څارویو د شېدې زیاتول، د مالدارۍ سکټور وده او پراختیا ده او په ټوله کې ددې مرستې موخه داده، چې په بېړنیو حالاتو کې مالداران وکولای شي، چې خپل څاروي ښه تغذیه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS