د لوګر د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې کړنې

mail-admin
Tue, Jul 18 2023 10:47 AM
د لوګر د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې کړنې

د لوګر ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غړي ددې ولایت خروار ولسوالی ته د سفر په ترڅې له ځینو مشکوکو دولتي ځمکو لیدنه وکړه.
د دغه سفر مشري د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او د تخنیکي پلاوي مشر مولوی سیدامین هاشمي کوله په داسې حال کې چې د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس، د مستوفیت رییس، د فرمانونو د څارلو رییس، د ولایت ښاروال، دقضای امارت آمر او د ځمکو آمریت د کدستر عمومي مدیر یې هم ملتیا کوله د دغې ولسوالی له دیني علماوو او قومي مشرانو سره ګډې ناستې ترڅنګ له ځینو مشکوکو دولتي ځمکو لیدنه وکړه. 
بایدوویل شی په ناسته کې د خروار ولسوال، امنیې قومندان د ولسوالیملکي او نظامي چارواکو هم شتون درلود. په دې غونډه کې  د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او د تخنیکي پلاوي مشر مولوی سیدامین هاشمي له ګډونوالو سره د امیرالمؤمنین فرمان چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد اړوند دی شریک کړ او له هغوی څخه یې په ښه تطبیق کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی جان محمد طلحه د خبرو په لړ کې د خروار ولسوالی ولسونو ته په خطاب کی وویل د دولتي املاکو حفاظت د هر مسؤول او وګړی مسؤولیت دی راځئ دغه مسؤولیت په سمه توګه ادا کړو.
په ورته وخت کې د خروار ولسوالی د دیني علماوو او قومي مشرانو په استازولۍ دوه تنو خبرې وکړې او پلاوی ته یې دښه راغلاست تر څنګ د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، قومي استازی ډاکټر ثمرګل فضلي د ا.ا.ا د دولتي ځمکو د غصب مخنیوۍ نیک اقدام وباله او ترې یې ستاینه وکړه.
د یادونې وړه ده، چې د لوګر ولایت د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي د کړنو له پیل تر اوسه په دغه ولایت د زرګونه جریبه دولتي ځمکو د غصب څخه مخنیوی کړی دی او کړنې یی په چټکۍ روانې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS