ننګرهار کې ۱۵ زره بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي

mail-admin
Sun, Jul 16 2023 1:53 PM
ننګرهار کې ۱۵ زره بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي

٢۵ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت ۱۳ ولسوالیو کې ۱۵ زره بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کوي.
د ننګرها دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ۱۳ ولسوالیو «خوګیانو،  شېرزاد،  سره رود،  چپرهار، بټي کوټ،  شینوارو،  کامه،  کوزکونړ،  دوربابا،  سپین غر، حصارک، رودات او کوټ کې ۱۵ زره بزګرانو سره د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوی سرو د مرستو په پار سروي روانه ده، چې په ځینو ولسوالیو کې سروي  پاي ته رسېدلی ده. 
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته دغنمو  ۵۰ کیلو اصلاح شوي تخم،  ۵۰ کیلو توره او ۵۰ کیلو یوریا سره ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې تېرکال د یادې ادارې له لورې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ۲۷ زره او ۸۵۰ تنو بزګرانو سره  دغنمو د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته ترسره شوې وه ترڅو  بزګران پر ځان بسیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS