زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه
٢۵ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
٢۸ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ ه.ق
د زابل ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو پلاوی هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام د زابل ولایت د کرنې رییس مولوي عطاء الله راشد په مشرۍ پلاوي چې په کې د فرمانونو د نظارت او تعقب رییس مولوی عبدالقادر "طه"، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی عبدالوکیل"خادم" د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث "خلیل"، د قضایاوو امارت امر مولوی محمدی "محمدی" او د ښارجوړوني او د حج اوقاف ریاست استازو په کې ګډون غونډه کې د زابل له مرکز کلات څخه د شاجوی ولسوالی تر سرحد پورې سیمې پورې د نږدې ۸۰ زره جریبه ځمکې پر دوسیې خبرې اترې وشوې.
باید وویل شي، چې زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
