د هلمند ولایت کرنې ریاست کې میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه چې پکې ددې ادارې د پلان او برنامو عمومي مدیر ، د ترویج عمومي مدیر ، د همکارو ادارو او مؤسساتو استازو او مسؤلینو ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې د کرنېې د سکڼور اړوندو مؤسساتو مسئولینو د تیرې میاشتې په لړ کې د خپلو ترسره شوو کړنو راپور وړاندي کړل.
په غونډه کې دهلمند د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر انجنیر امان الله تسکین اړونده مؤسساتو او انجیوګانو مسئولینو ته د میاشتنیو راپورونو پر وخت ورکولو او د چارو همغږي کېدلو باندې تاکید او ټینګار وکړ.
وروستیو کې د چارو لا سمښت او همغږي کېدو په موخه د سکتور اړونده غړو لخوا نظرونه، غوښتنې او سپارښتنې شریکې شوې.
