اروزګان کې د نږدې ۷۰۰ زره امرکایي ډالرو په ارزښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Jul 15 2023 9:42 AM
اروزګان کې د نږدې ۷۰۰ زره امرکایي ډالرو په ارزښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  په مالي او «د افغانستان ملي بیارغونې د همغږۍ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ په دې ولایت کې د چکډم جوړلو او د کاریزونو د پاک کارۍ د پروژې چارې پیل کړي دي.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د ارزوګان والي مولوی علي جان احمد، د اقتصاد رییس مولوی داد حسن، د سیندیزې حوزې رییس نقي دکرنې سرپرست رییس مولوی عبدالمنان فاروقي او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو کډون درلود.
د اروزګان دکرنې سرپرست رییس مولوی عبدالمنان فاروقي وویل، چې ددې پروژې ټولیز لکښت نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالره ده، چې په ترڅ کې به یې د باراني اوبو دمدیریت په پار یو چکډم جوړ او ترڅنګ یې د ۱۰ کاریزو د پاکارۍ چارې ترسره شي. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اروزګان والي مولوی علي جان احمد وویل، چې ددې پروژې په پلي کولو سره به د اوبو د کمښت ستونزه تر یوې کچې حل شي. مولوی علي جان احمد وویل: «ددې پروژې په پلي کولو سره له یوې خوا د اوبو د کمښت ستونزه تر یوې کچې کمېږي او دلته اوبه زېرمه کېږي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»
د اروزګان والي دغه راز وویل، چې د اروزګان په هره ولسوالۍ کې د مؤسسو په همکارۍ دغه ډول پروژې روانې دي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د دې پروژې له پلي کېدو خوښ دي او زیاتوي، چې له یوې خوا وچکالۍ او له بلې خوا بېرزګارۍ سخته ځپلي دي، چې دې ورته پروژې د دوی ستونزې کموي.
په روزګان کې په داسې حال کې یاده پروژه پلي کېږي، چې د هوا په ګرمېدو سره په ټول افغانستان کې د اوبو کچه ټیټه شوې او خلک له سخې وچکالۍ سره لاس او ګریوان دي.
د دغو پروژو پلي کولو نه یوازې دا چې زموږ اوبه مدیریتوي، ترڅنګ یې بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د دوی د اړتیا وړ اوبه هم برابروي او د دوی ستونزې حلوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS