د کونړ دوو ولسوالیو کې له یوشمېر کروندګرو سره مرستې وشوې
۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ ه.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت اسمار او نورګل ولسوالیو کې له یوشمېر کروندګرو سره د لوبیا داصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وکړه.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۱۵ کیلوګرامه د لوبیا اصلاح شوي تخم او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو لاس نیوی او په یادو ولسوالیو کې د حبوباتو کرکیلې ترویج دی.
