د ننګرهار بهسود کې یوشمېر کروندګر وروزل شول
۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بهسود ولسوالی د کرنیزو خدمتونو چارواکو له لوري ددې ولسوالی د نهر شاهي اول او کاریزکبیر دولسمې ویالې سیمو کې د سویابین، مرچک او بادنجانو فصلونو د لیدنې پرمهال د یادو سیمو کروندګرو ته په سبو کې د هرزه بوټو کنترول، سرې استعمال او اوبخور برخو کې روزنه او مشوری ورکړل شوي.
د چارواکو په خبره ددې روزنې موخه د بزګرانو د کروندو د حاصلاتو لوړول، د کرنیزو ناروغیو او افتونو مخنیوی او په ټوله کې د بزګرانو وړتیاوې لوړول دي.
