ننګرهار کې د ځنګلونو پراختیا او خوندیتوب په پار هڅې؛ ښېوه کې د بېرې ځنګل څخه څارنه 

mail-admin
Tue, Jul 11 2023 10:46 AM
ننګرهار کې د ځنګلونو پراختیا او خوندیتوب په پار هڅې؛ ښېوه کې د بېرې ځنګل څخه څارنه 

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد پداسې حال کې چې د کوزکونړ ولسوالی مرستیال ولسوال، د کرنې او د سارکډو مؤسسې مسؤلینو يي ملتیا کوله د یادې ولسوالی شکې کلي کې د بېرو د ځنګل چارې له نږدې وکتل. 
د ننګرهار دکرنې ادارې رییس ورته مهال د یادې کلي له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره هم ولیدل، او هغوی ته يې د ځنګل د ساتنې، پالنې او مرقبت په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. 
د ننګرها دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد د بیرو د شاتو په غذائي ارزښت رڼا واچوله او زیاته يي کړه چې په ټوله نړۍ کې د بېرو د شاتو غذائي او اقتصادي ارزښت زیات دي نو ددي ځنګل په جوړېدو سره به یاده سیمه زرغړت او د شاتو مچیو روزونکو ته د مچیو د روزلو یوه ښه زمینه برابره شي، او د یادې سیمې د اوسیدونکو اقتصادي ستونزې به تر یو حده حل شي.
د ځنګلونو جوړول، د چاپېریال ساتنې، د سېلابونو مخنیوی، د چاپېریال ښکلا او ګڼو نورو برخو کې ګټور دي.
د بېرې نیالګي په وچو د ښتو کې چې په کې کرکېله نه کېږي اېښودل کېږي.
ننګرهار له هغو ولایتونو څخه دی، چې د بیېرې ونو تولید او پالنې لپاره مناسبه چاپېریال لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS