د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د اقلیم د بدلون په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mail-admin
Tue, Jul 11 2023 10:35 AM
د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د اقلیم د بدلون په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو ترمنځ تخنیکي ناسته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال مولوي باز محمد فیضان او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډآکټر زین العابدین په مشرۍ او د یادو اداراتو د یوشمېر چارواکو په شتون کې جوړه شوه. 
په دې ناسته کې د کرنې وزارت اړوند د چاپېریال او اقلیم د بدلون پروژو، د همکاریو د پیاوړتیا او د معلوماتو د تبادلې، د وړاندیز شوي طرحې د پراختیا او د تخنیکي ټیم د جوړولو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په دې غونډه کې وویل: «د اقلیم بدلون او وچکالي په کروندګرو او مالدارانو مستقیمه اغیزه لري، دا زموږ دنده ده، چې د حل لاره ورته ولټوو او له اړوند ادارو سره په همغږۍ کار وکړو، ترڅو هراړخیزه طرحه جوړه او دا ننګونه باید له ملي او نړیوالو سازمانونو سره هم شریک شي.»
په ورته وخت کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مرستيال زين العابدين عابد د اداراتو ترمنځ پر نږدې اړيکو ټينګار وکړ او ويې ويل: «د اداراتو ترمنځ دې تخنيکي کمېټه جوړه شي، د ناڅرګندو پېښو لپاره دې هر اړخيز پلان جوړ شي. د ځنګلونو زیاتول، په ښارونو کې د نیالګیو کېنول، د شنو پارکونو جوړول او د پروژو تطبیق د اقلیم په بدلون او وچکالۍ کې اغېزمن تمام شوی دی.»
سره له دې چې سږ کال د موسمي بارانونه زیات شوي، خو بادغیس، فاریاب، هلمند، غور، ارزګان، زابل، کندهار، سمنګان، بلخ، بغلان، کندز، هرات، جوزجان، فراه او نیمروز ولایتونه وچکالۍ ځپلي دي.
د هوا ککړتیا یو له هغو ستونزو څخه دی، چې د هېواد د لویو ښارونو اوسیدونکي ورسره مخ دي، په ښارونو کې د لویو فابریکو جوړول، د ګلخانه یي ګازونو اخراج او د ځمکې تودوخې زیاتوالی د هوا د ککړتیا له عواملو څخه دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هر کال د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې په موخه سلګونه زره نیالګي کېنوي او د نیالګیو اېښودلو کمپاین پلي کوي.

نشست تخنیکی میان وزارت زراعت و اداره ملی حفاظت محیط زیست در مورد تغییرات اقلیم دایر گردید
نشست تخنیکی میان  مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی حفاظت محیط زیست به رهبری مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و داکتر زین العابدین عابد معین پالیسی و مسکلی اداره ملی محیط زیست و با اشتراک شماری از مسوولان این ادارات دایر گردید.
در این نشست روی پروژه‌های تعلیق شده محیط زیست و تغیرات اقلیمی مرتبط به وزارت زراعت، تقویت همکاری و تبادل ارقام و معلومات، چگونگی انکشاف طرح پیشنهادی و ایجاد تیم تخنیکی بحث تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در این نشست گفت:« تغیرات اقلیمی و خشک‌سالی تاثیر مستقیم بالای دهاقین و مالداران دارد، این وظیفه ما است تا راه حل پیدا نماییم، در هماهنگی با ادارات ذیربط کار نموده تا طرح جامع ساخته شود و این چالش با سازمان‌های ملی و بین‌المللی نیز شریک ساخته شود.»
در همین حال، زین العابدین عابد معین اداره ملی محیط زیست بر روابط نزدیک میان ادارات تاکید کرده گفت:« کمیته تخنیکی میان ادارات ایجاد شود، طرح جامع به‌منظور حوادث غیر مترقبه ایجاد گردد، افزایش جنگلات، غرس نهال در شهرها، ایجاد پارک‌های سبز و تطبیق پروژه ها در تغییرات اقلیمی و خشک سالی موثر بوده است.»
هرچند در سال جاری بارنده‌گی های موسمی بیشتری صورت گرفته است اما ولایت‌های بادغیس، فاریاب، هلمند، غور، ارزگان، زابل، کندهار، سمنگان، بلخ، بغلان، کندز، هرات، جوزجان، فراه و نیمروز تحث تاثیر خشک‌سالی قرار گرفته است.
آلوده‌گی هوا یکی از دیگر معضل‌های است که باشنده‌گان شهرها بزرگ کشور به آن روبرو است، ایجاد کارخانه‌های بزرگ در شهر، پخش گازات گلخانه‌ای و گرمایش زمین از جمله عوامل آلوده‌گی هوا شده است.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همه‌ساله به‌منظور جلوگیری از آلوده‌گی هوا و حفظ محیط زیست صدها هزار اصله نهال را غرس و کمپاین نهال‌شانی را راه اندازی می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS