د ننګرهار کانال شرکت: خپلو ځمکو څخه د سالمې ګټې اخیستنې او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په پار هلې ځلې کوو

mail-admin
Mon, Jul 10 2023 10:28 AM
د ننګرهار کانال شرکت: خپلو ځمکو څخه د سالمې ګټې اخیستنې او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په پار هلې ځلې کوو

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، هلې ځلې کوي چې له خپلو ځمکو څخه سالمې ګټې پورته او ترڅنګ یې هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې کړي.
په همدې موخه د يو ګډ پلاوي په شتون کې، چې مشري يې د ننګرهار کانال شرکت د دفتر امر قاري شکيل احمد خېرخواه کوله د ډرونټې ورکشاپ سیمه کې درې نيم جريبه ځمكه داوطلبي شوه. 
دننګرهار کانال شرکت د ډرونټې بازار سیمه کې ستر تخنيكي ورکشاپ لري؛ ددې ورکشاپ تر څېرمه درې نيم جريبه هغه ځمکه چې کابو څلويښت کاله ترې ګټه نه وه اخیستل شوې، بلندابه او مخروبه وه اوس د ازادي او رڼې داوطلبۍ وروسته د اوه تنو داوطلبانو له ډلې تاج محمد پنوم کس في جريب د کال په 160زره 500 افغانۍ چې ټوله درې نيم جريب ځمکه د کال 561750 ګټوونکې شو. 
د قاري شکيل احمد خېرخواه په ټکو دغه اجاره اوسمهال یاد کس ته د یوه کال لپاره ورکول شوه، د کرنې وزارت له لوري د نوي  طرزالعمل  په راتګ سره سم به  ورسره د طرزالعمل له مخې کړنه کوو . 
باید وویل شي په دې درې نيم جریبه ځمکې به یاد کس د موټرو تمځای جوړوي او یوه اندازه مصارف به پرې کوي .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS