ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jul 10 2023 10:26 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
 دغه غونډه، چې د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد په مشری ترسره شوه، چې په کې پر تېرو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
غونډه کې د کابل هډې ځمکه،  مهمندري شپږ جریبه،  حاجي وکیل او حاجي پاینده محمد خان، حاجي قدیر ښارګوټي، غوچکو،  سخي صیب پاتي وقفي ځمکې  او زوړ ښار په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې هم بحث وشو.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوی پریکړه وکړه، چې د کابل هډې ځمکه چې ګل مراد او حاجي فاروق پر خلکو خرڅه کړېده ټولو ته استعلامونه ورکړل شي،  په زوړ ښار کې د ښاروالۍ نقشه تطبیق شي،  د مهمندرې ۶ جریبه ځمکه باید تثبیت او وروسته په اجاره ورکړل شي.
همدارنګه د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي او غوچکو سیمو کروکي،  سکیج او اندازه مشخصه شي او وروسته پري تصمیم ونیول شي.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS