میدان وردګو ولسوالی کې پر یوشمېر بڼوالو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Sat, Jul 08 2023 10:33 AM
میدان وردګو ولسوالی کې پر یوشمېر بڼوالو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ د کرنيزو محصولاتو بازارموندنې پروژې په همکارۍ ددې د مرکز په ګډون د نرخ، جلریز او سيدآباد ولسوالیو پر هغو بڼوالو چې د یادې پروژې له لارې ورته د مېوې بڼونه جوړ شوي دي یوریا سپینه او توره سره وېشل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ د کرنيزو محصولاتو بازارموندنې پروژې په همکارۍ د ١٤٠٢ یم کال په ترڅ کې ددې ولایت د مرکز په ګډون په نرخ، جلریز او سيدآباد ولسوالیو کې ٢٩٢ جریبه بڼونه جوړ کړي دي، چې د یاد بڼونو د ودې په پار هر جريب بڼ ته ٥٠ کیلو ګرامه سپینه او ٢٥ کیلو ګرامه توره سره وېشلي دي.
د چارواکو په خبره یاد بنسټ په راتلونکې کې پلان لري، چې د بڼوالو ګروپونه جوړ،د شنو خونو لومړنۍ سروی ترسره، په متراکمو بڼونو کې پایې نصب، د فصل اړوند د کرنیزو آفتونو  کنترول او بڼوالو ته د بڼوالۍ تنظیم په پار روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي.
دمیدان وردګ ولایت  دافغانستان دهغو ولایتونو له ډلې څخه دی، چې ډېری وګړي یې په کرنه په ځانګړې توګه په بڼوالۍ بوخت دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS