د لغمان د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو سره وکتل

mail-admin
Thu, Jul 06 2023 1:21 PM
د لغمان د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو سره وکتل

١٥ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختيځ زون مسؤل خوشحال آصفي دیادې ادارې د مالدارۍ برخې مسوول  داکتر معروف جلیلي او د ( اکشن ایډ)دفتر د کرنې او مالدارۍ دبرخې مسول  انجنیر عبدالله جان حلیمزی سره د خپل کار په دفتر کې د کتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختيځ زون مسوول خوشحال آصفي د یادې ادارې پر ترسره شویو او راتلونکو برنامو خبرې وکړې هغه وویل:"د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او  د اي.اي، ادارې په تخنیکي همکارۍ ٧٢٧کورنیو ته د چرګانو د وېش ترڅنګ،٢٠٥٨بزګرانو ته کرنیز ابزار،٥٠٧٣کورنیو ته دسبو تخمونه،٤٣٥٩ مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ښاغلی آصفي وویل یاده اداره په پام کې لري، چې د ولایت په کچه ټولو ولسوالیو ته دغنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش ترڅنګ ٣٠ کانالونو د جوړولو او بیارغونې په بهیر کې مستحقو خلکو ته نغدې مرستو ویشنه،٥٠بابه واړه شنې خونې نصب او داسې نور پروګرامونه پلي کړي.
 ښاغلی اصفي دیادو برنامو دموثره پلي کېدلو کې دلغمان دکرنې اومالدارۍ ریاست همکارۍ دقدر وړ یاده کړه او په راتلونکې کې یې د همکاریو د لازیاتوالي غوښتنه وکړه.
،ورپسی دلغمان کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن ددې ولایت په کچه د کرنې اومالدارۍ سکتور په اړه د ولسونو ستونزې او غوښتنې په تفصیلي توګه شریکې کړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS