لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې څلور پنځوسمه غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Jul 06 2023 9:47 AM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې څلور پنځوسمه غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولایت مقام په میلمستون کې خپله څلور پنځوسمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې کې تخنیکي پلاوی له خوا  د ارزاقو مدیریت اړوند  د ګدام سنګي دځمکې دوسیې باندې بحث او خبرې وشوې. په همدې موخه یادې غونډې ته د ارزاقو مدیر او د دې ځمکې دیارلس بسوې متصرف شخص هارون نومی غونډې ته غوښتل شوی وو چې په ورته مهال  نوموړي متصرف شخص پخپلو خبرو کې وویلې چې نوموړې مدعی بها د ارزاقو مدیریت ملکیت ده او له شپاړلس کلونه کیږي چې د ده په تصرف کې ده هغه زیاته کړه، چې دې ته چمتو دی چې یاده اندازه ځمکه دولت ته وسپاري او یا یې هم په اجاره یې واخلي چې په ترڅ کې تخنیکي پلاوی د ارزاقو مدیریت مسؤل ته لارښوونه وکړه چې په لازم قرارداد نوموړی ځمکه یاد شخص ته په اجاره ورکړي.
 همداراز د ګدام سنګي د شپږ جریبه او درې بسوې ځمکې دوسیه چې د قرغیو ولسوالۍ دعزیزخان کڅ اوسیدونکی ډاکټر احمدشاه پرې دشخصي ځمکې دعوه لري په دې هکله پریکړه وشوه چې نوموړی دوسیه استیناف محکمې ته ولیږي.  په ورته مهال د شمټیو دسیمې د پنځوس جریبه امارتي ځمکې قراردادي عبدالرحمن نومي له تخنیکي هیئت سره ولیدل هغه خپله ستونزه تخنیکي هیئت سره شریکه کړه نوموړي وویل چې زیات وخت وشو چې پنځوس جریبه ځمکه یې له زراعت ریاست څخه په اجاره اخیستې او داجارې قراردا پیسې یې هم تحویل کړي دي خو  دنوموړې سیمې یوشمیر اوسیدونکي یې دکار مخنیوی کوي چې په دې اړه د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د اجاره دار  دکار مخنیوي کوونکي اشخاص راتلونکې جلسې ته احضار کړي چې ترخوپه مجلس کې ترې په دې اړه اقرار خط او استحضاري واخلي.
همداراز دغونډې په لړکې د کرنج سیمې د چینې اوبو په سر د رامنځته شوې دوسیې یوجانب اشخاص له تخنیکي هیئت سره دخپلې دوسیې دفیصلې د پوښتنې په هکله ولیدل او د دوسیې د فیصلې کولو غوښتنه یې کوله چې په ترڅ کې تخنیکي هیئت له لوري نوموړو اشخاصو ته وویل چې دوسیه یې مرکزي کمېسیون ته د نهایي فیصلې په موخه لیږلې وه چې مرکزي کمېسیون نوموړې دوسیه دوباره تخنیکي هیئت ته رالیږلی او لارښوونه یې کړی چې یاده دوسیه محکمې ته ولیږئ چې د دوسیې اړوند راغلي اشخاصو ته وویل شو چې په نږدې ورځو کې به دوسیه په اصولي توګه محکمې ته واستوي.
ددې غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو اړینو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS