لوګر کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
Mon, Jul 03 2023 2:29 PM
لوګر کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لوګر ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې د غصب مخنیوی په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام د لوګر ولایت خروار ولسوالی چارواکو د امارتي ځمکو د غصب څخه د مخنیوی او استرداد تخنیکي پلاوی په لارښوونه د یادې ولسوالی په ځینو مشکوکو امارتي ځمکو د غصب څخه مخنیوی کړی دی.
د خروار ولسوالی دکرنیزو چوپړونو مدیریت مسؤولین وایي، چې د دغې ولسوالی په ځینو سیمو کې د لوی اختر د رخصتۍ څخه په ګټی اخیستنې خلکو د څاه ګانو کېندلو په پار برمې درولې وې، چې د ګډ پلاوی له لوري یې برمې ړنګې او کارونه یې وځنډول شول.
خروار د لوګر ولایت لیرې پرته ولسوالی ده، چې ډېری ځمکې یې دښتې دي او امارتي بلل کېږي.
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS