لغمان کې د مالدارۍ سکټور پراختیا او پیاوړتیا په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Jun 25 2023 9:38 AM
لغمان کې د مالدارۍ سکټور پراختیا او پیاوړتیا په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

دلغمان ولایت د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست ترچترلاندې، دافغانستان لپاره دهالینډ کمیټې(DCA) په مالي ملاتړ دناورین پروړاندې دنوښت پروژې له لارې  ددې مؤسسې په دفتر کې د لغمان  مرکزمهترلام سربېره د پنځه ګونو ولسوالیو د مالدارانو له استازو سره د مالدارۍ سکټور پراختیا او پیاوړتیا په پار دهمږۍغونډه ترسره شوه.
یاده غونډه، چې د هالینډ کمیټې په دفتر کې ترسره شوه په کې دنوموړې مؤسسې مسؤولینو سربېره د لغمان ولایت د کرنې،اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، د امربالمعروف او نهي عن المنکر او سمع شکایت رییس مولوي پاچاګل، د اقتصاد ریاست دپرمختیایي چارو امر انجنیر محمدالدین، د لغمان دمرکز په ګډون ددې ولایت دپنځه ګونو ولسوالیو د کرنیزوچارو دترویج عمومي مدیرانو او د مالدارانو استازو ګډون کړی ؤ.
د غونډې په پيل کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې د ناورین په وړاندې دنوښت پروژې مسؤل خبرې وکړې وویل چې له دې غونډې څخه یې موخه   هغه وګړې، چې په مالدارۍ بوخت دي د دوی دستونزو دحل لپاره د هرې ولسوالی په کچه یو استازی ټاکو ترڅو د مالدارانو دمالدارۍ اړوند ستونزې له موږ سره شریکې کړي او له موږ سره همغږي پاتې شي، ترڅو یې ستونزو ته پروخت رسېدنه ووشي.
 دپروژې مسؤل زیاته کړه: "ددې لپاره، چې دپروژې په تطبیق کې په بشپړه توګه رونټیا او شفافیت ولرو د پروژې له تطبیق څخه مخکې ددې پروژې پورې اړوندو ادارو مسؤلینو او دمالداران نظریات اورو او دپروژې پلانونه او موخې له دوي سره شریک کوو."
نوموړي دا هم وویل چې د لغمان دمرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د RPSF  IU ,CRN  په نومونو دمالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه درې پروژې فعالیت لري، چې اساسي موخې یې هغه مالداران دي، چې له جنګ څخه متاثره شوي دي  ترڅو خپل کاروبار وساتي او مالداران وړتیا پیداکړي چې خپل محصولات بازار ته وړاندې کړي.
 د څارویو خوراکي ستونزو دحل کولو ښه عامه پوهاوی ورکول، دمحصولاتو راټولولو او پروسس کولو د نویو لارو چارو ترویجول، کلیوالو متضررو او بې وزلومالدارانو لپاره اسانتیاوې برابرول او همداراز د وترنري خدماتو پراخول او دهغوی کیفیت لوړول ددې پروژې موخې دي. 
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن خبرې وکړې. ښاغلی محسن په خپلو خبرو کې د هالنډ کمیټې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې له دې ریاست سره یې په ښې همغږۍ خپل فعالیتونه تطبیق کړي او د دوی دکړنو ستاینه وکړه.
مولوي محمد ولي محسن د یادې مؤسسې  مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې خپلو همکاریو او فعالیتونو ته نور هم وسعت ورکړي ځکه چې یاد خدمات د لغمان ولسونو لپاره بسنه نه کوي. د دې ترڅنګ نوموړی وغوښتل، چې د حیواني محصولاتو دپروسس، بسته بندۍ او د خرڅلاو لپاره باید اسنتیاوې برابرې شي  ترڅو د مالدارانو تولیدات په کیفیت سره مارکیټ ته عرضه شي.
دغه راز ددې غونډې په ترڅ کې د غونډې ګدونوال د مالدارۍ سکټور دپراختیا په موخه خپل نظریات او لازمې مشورې د نوموړې مؤسسې له مسؤلینو سره شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS