ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه
۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
۴ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد په مشری ترسره شوه، چې په کې پر تېرو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د یاد پلاوي له خوا د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټی له نږدې ولیدل شوه د قبالې تطبیق، دښارګوټي په ځمکه کې ۴۱۰ جریبه ځمکي شتون اونشتون پر موضوع باندې خبرې وشوې او پریکړه وشوه تر څو د تصمیم نیونې لپاره استعلامونه ورکړل شي او راتلونکې کې د ۴۱۰ جریبه ځمکې په اړه دقیق معلومات وړاندې شي، چې دا ځمکه د ښار ګوټي ځمکه کې شامله ده او کنه .
دغه راز د کامې ولسوالی د کامې خاص سیمه کې په اجاره ورکړل شوي ځمکې په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه، چې ټاکل شوی پلاوی به راتلونکي شنبې په ورځ د کامې خاص سیمې ته لاړ شي، او د کادستري نقشې مطابق به په سیمه کې د ځمکه تثبیت وکړي چي ځمکه شخصي ده اوکه امارتي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
