اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې
د اروزګان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام د یوې غونډې په ترڅ کې د یوشمېر هغو کسانو دوسیې وڅېړل شول، چې امارتي ځمکې یې غصب کړي وي.
دغه راز د غونډې په ترڅکې د خاص اروزګان ولسوالی د بازار په سیمه کې د ګنج په نوم ځمکه چې نږدې ۹ جریبه ده خبرې وشوې
همدارنګه د چنارتو ولسوال ته چي دتخنيکي پلاوی غړو سفر کړی وو چي د شمشک دکاريز دخلګو تصرفات يي ور بند کړي وو بحث وشو.
په دې غونډه کې د غونډې ګډونوال په بېلابېلو برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
