د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي غونډه
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي اونیزه کاري غونډه تر سره کړه.
یاده غونډه، چې د پکتیا ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست کې جوړه شوې وه پکې د پکتیا غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی غړو ګډون درلود.
د پکتیا ولایت غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالرؤف سعید غونډې ته د پیل وینا واوروله او ورپسې د تخنیکي پلاوی سکرتر مولوي عبدالجلیل شاکر د تېرې اوونۍ د کاري پلان مطابق د ترسره شویو اجرااتو او تر لاسه شوو پایلو اړوند معلومات او راپور وړاندې کړ.
تخنیکي پلاوی د حبيب کلا، شېخانو، رباط، تېرې او نیازیو سیمو اوسېدونکو سره ولیدل.
همدارنګه تخنیکي پلاوی ته راغلي مکتوبونه او اسناد اړونده شعبې ته د وروستيو کړنو په موخه احکام شول، د مموزیو سیمې د خلکو څخه ځوابي استعلامونه تسلیم شول او همدارنګه د مرکز په سیمه کې هیتي ترسره شوه.
