د لوګر مرستیال والي د دې ولایت د غصب مخنیوی تخنیکي غړو سره وکتل

mail-admin
Mon, Jun 19 2023 3:15 PM
د لوګر مرستیال والي د دې ولایت د غصب مخنیوی تخنیکي غړو سره وکتل

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غړو د لوګر مرستیال والي مولوی عنایت الله شجاع سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې د لوګر ولایت مقام کې جوړه شوې وه د لوګر ولایت دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی رییس مولوی سیدامین هاشمی، د استیناف محکمې رییس د لیوا قومندان، استخباراتو مرستیال، د یاد تخنیکي پلاوی غړو ګډون کړی وو او خپل کاري راپورونه او د چارو د پرمختګ په پار لازم وړاندیزونه  د لوګر مرستیال والي سره شریک کړل.
په همدې حال کې د لوګر مرستیال والي د یاد تخنیکي ټیم د کاري راپور او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته دغه پلاوي لارښوونې وکړې او تر څنګ یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
هېره دې نه وي، چې د کاري طرزالعمل له مخې به یاد پلاوی په میاشت کې یو ځل له والي سره ناسته کوی او د خپلو کړنو شریکولو تر څنګ به ترېلازمېلارښوونې غواړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS