د میدان وردگو ولایت د غصب مخنیوی کمېټه: تر دې دمه څه باندې ۸۹ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې

mail-admin
Wed, Jun 14 2023 3:10 PM
د میدان وردگو ولایت د غصب مخنیوی کمېټه: تر دې دمه څه باندې ۸۹ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غړو د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، د میدان وردګو ولایت دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غړو خپل کاري راپورونه او د چارو د پرمختګ په پار لازم وړاندیزونه دمیدان وردګو ولایت والي سره شریک کړل. د یادې کمېټې غړو وویل، چې ددې کمېټې د کار له پیل څخه تر دې دمه ۸۹۱۱۴ زره جریبه ځمکه امارتي تشخیص او تثبیت شوي دي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیا معاذ د یادې کمېټې د کاري راپور او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د دوی فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ، چې په وړاندې شویو وړاندیزونو به یې غور وکړي.
په دې غونډه کې د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوي او محاکمو ترمنځ د غصب د مخنیوي په برخه کې په همغږۍ ټینګار وکړ او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ،.
 ښاغلی معاذ د امنیتي ارګانونو، د فرامینو د تعقیب او نظارت مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې، چې د غصب موضوعات او د نوي غصب مخنیوی په جدي توګه وکړي.
په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او د غصب د موضوعاتو د حل او فصل لپاره په ولایت کې د اختصاصي محکمې د جوړېدو وړاندیز او یا په مرکزي کمیسیون کې د دغه ولایت د غصب دوسیې ژر او په جدي توګه وڅېړل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS