لغمان کې د سویابینو کرکیلي ترویج په پار هڅې؛ پر ۵۰۰ بزګرو د سویابینو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي

mail-admin
Wed, Jun 14 2023 2:51 PM
لغمان کې د سویابینو کرکیلي ترویج په پار هڅې؛ پر ۵۰۰ بزګرو د سویابینو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان ولایت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ارزښت لرونکو نباتاتو د ترویج او تکثیر په موخه ، د «Action Aid»  مؤسسې په مالي همکارۍ، ددې ولایت مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالی کې پر ۵۰۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
یادو بزګرو ته به د پلان له مخې د سویابینو تخمونه، توره او سپینه سره او همدارنګه د کرنې او روزنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شي.
د لغمان ولایت د کرنې ریاست هلې ځلي کوي تر څو ددې ولایت بزګرو ته د غیر مشروع نباتاتو پر ځای د نوو ارزښت لرونکو نباتاتو د کرنې او روزنې زمینه برابره کړي تر څو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي .
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري چې د کورنیو د روغتیا ، په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.
د یادونې وړ ده چې سویابین د کورنیو بازارونو ترڅنګ نړیوال بازار هم لري، چې د هلمند د خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS