هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Jun 14 2023 3:07 PM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د هلمند ولایت دځمکې د غصب مخنيوی او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی په داسې حال کې غونډه دائره کړه، چې د یاد پلاوي رییس مولوي نظر محمد صدیقي، د عدلیې رییس، د امنیې قومندانۍ استازی، د قضایای ام ا رت آمر، د ځمکو آمریت استازي او نورو غړو هم حضور درلود.
په دې غونډه کې لومړی د تیرې غونډې د پریکړو او اجرائتو ارزونه وشوه او د پاتې چارو د تعقیب په اړه  لازم هدایتونه ورکړل شول. 
وروسته تخنیکي پلاوی ته پر راجع شویو بېلابېلو املاکي دوسیو بحث او خبرې وشوې ، دیادو موضوعاتو د څېړنو او ارزونو په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
ددې تر څنګ تخنیکي  پلاوی د باغران ولسوالی د چنغور د سیمې، د نوزاد ولسولی د رازدان او پایاب د ولسونو ترمنځ پر امارتي ځمکو رامنځته شوې دعوی وڅېړلې او په اړه یې پرېکړه وشوه.
تخنیکي پلاوی همدارنګه د ګرشک په ولسوالی کې د انحصاراتو اړوند ځمکې، په مرکز لښکرګاه کې د مولوي عبدالشکور او شریکانو د ځمکې، د پي ارټي د ځمکې او په بېلابېلو نورو سیمو کې د اشخاصو او افرادو لخوا د ځمکو موضوعات وڅېړل شول 
وروستیو کې تخنیکي پلاوی د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې واورېدې هغوی ته یې د اصولو له مخې د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS