لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Jun 14 2023 2:17 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولایت مقام په مېلمستون کې غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې په امارتي ځمکو کې د اشخاصو د نوي تصرفاتو دمخنیوي په هکله خبرې وشوې او په دې هکله د امنیه قوماندانۍ استازي ته سپارښتنه وشوه، چې  خپلو امنیتي حوزو مسؤلینو ته لارښوونه وکړي ترڅو داشخاصو د نویوتصرفاتو څخه مخنیوی وکړي.
ورته مهال په غونډه کې د لغمان مرکز مهترلام اړوند R6 پلاني سیمه کې  یوشمېر هغه کسانو ګډون وکړه، چې  رهایشی نمرې ور ته وېشل شوې خو د لیوا له لوري یې د امنیتي حریم په نوم د تصرفاتو مخنیوی کېږي دنوموړو رهایشي نمرو مالکان لومړی ولایت مقام ته عارض شوې وه، چې د ولایت مقام له لوري یې عریضه تخنیکي پلاوی  ته راجع شوې وه په نوموړې موضوع  بحث او خبرې وشوې. 
باید وویل شي، چې د لغمان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS