د نملې تاریخي بڼ د ونو خوندیتوب په پار هڅې
 
              د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د طبیعي زېرمو امریت له لوري د نملې تاریخي بڼ د صبرونو ونو کې درمل شیندنه ترسره شوه. 
یادو صبرونو کې د (اولی ایفید) په نوم ناروغي پیدا شوي وه، چې د تشخیص سره هم مهال فنی ټیم د یاد آفت د کنترول او مخنیوی په موخه سیمې ته ولاړ او د شته امکاناتو څخه په استفادې سره يې د حشره وژونکو درملو (کلوروفایروپاس) درمل شیندنه وکړه.
یاد بڼ ۴۰۰ کاله وړاندې په ۷۲ جریبه ځمکه د شاه جهان پاچاه لخوا جوړه شوې وه او په هغه وخت کې يي د خپلې لور نملې په نوم مسما کړه.
د یاد بڼ صبرونه او چینارونه خاص شهرت لري او د کال په اوږدو کې زیات شمېر هېوادوال ورته د تفریح لپاره راځي.
