د کرنې وزارت د اداري پروسو د اسانه کولو پروګرام پیل شو

mail-admin
Mon, Jun 12 2023 4:07 PM
د کرنې وزارت د اداري پروسو د اسانه کولو پروګرام پیل شو

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د اداري اصلاحاتو ادارې ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په دغه وزارت کې د اداري کاري بهیر د اسانتیا پروګرام پرانیستل شو.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وویل: «دغه پروګرام خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو، غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو، پر وخت د کارونو د پلي کولو او له خلکو سره د مستقیمو اړیکو ایجادولو په موخه جوړ شوی دی».
مولوي فضل الباري فضلي د کرنې په وزارت کې د پروسو د ساده کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د کرنې وزارت د نورو ادارو په پرتله د خدمتونو په وړاندې کولو کې لا ساده کولو ته اړتیا لري، ځکه چې د افغانستان ډیری خلک کروندګر او مالدار دي او د کرنې وزارت ژمن دی، چې په خپل ټول مرکزي او ولایتي ریاستونه او ادارو کې اداري پروسې ساده کړي، ترڅو خلکو ته پر وخت د چوپړتیاوو وړاندې کولو اسانتیا رامنځته شي.» 
په همدې حال کې د اداري اصلاحاتو رییس مولوي عبدالحنان عارف الله په دې وویل: «د اسلامي امارت موخه خلکو ته د خدماتو ساده کول او په اداري برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، کاغذ پرانۍ او د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی دی.»
د کاري بهیر ساده کول د خدماتو د وخت پلي کول، د کاغذ پرانۍ مخنیوی کوي او دغه راز د درغلیو او ناوړه ګټه اخیستنې مخه نیسي، د کار سرعت زیاتوي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې کوي.

برنامه سهل‌سازی پروسه‌های اداری وزارت زراعت آغاز  شد
۲۲ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
پس از امضا تفاهم‌نامه میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره اصلاحات اداری اداره امور برنامه سهل‌سازی پروسه کاری اداری در این وزارت افتتاح گردید.
مولوی فضل‌الباری فضلی، معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت:" این برنامه به‌منظور فراهم نمودن سهولت‌ها برای مردم، اراییه خدمات بهتر، اجرای به موقع کارها و روابط مستقیم با مردم برگزار شده است".
مولوی فضل‌الباری فضلی بر نیاز ساده سازی پروسه ها در وزارت زراعت تاکید کرده افزود" وزارت زراعت نیاز بیشتر به ساده‌سازی در ارایه خدمات نسبت به سایر ادارات دارد چون بیشتر مردم افغانستان مالدار و زراعت پیشه هستند  که تمام ادارات وزارت زراعت متحد به اجرا کردن ساده‌سازی پروسه کاری در ادارات مختلف مرکزی و ولایتی است تا خدمات به‌موقع ارایه و سهولت ایجاد گردد."
در همین حال، مولوی عبدالحنان عارف الله رییس اصلاحات اداری در این برنامه گفت:" هدف امارت اسلامی این است که به مردم خدمات را ساده بسازد و سهولت ها را در بخش اداری ایجاد و از کاغذ پرانی و از تلف وقت جلوگیری نماید".
سهل‌سازی در پروسه کاری سبب اجرای به موقع خدمات، جلوگیری از کاغذ پرانی، جلوگیری از تقلب و سو استفاده، افزایش سرعت کاری و ارایه خدمات بهتر به مردم می‌شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS