پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
 
              ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د خپل کار پیل څخه تر دې دمه زرګونه جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړي او ترڅنګ یې ډېر شمېرغصب شوي ځمکه یې له غصب څخه راګرځولي دي.
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې غړو د خپلو هلو ځلو په دوام ددې ولایت کوه صافي ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د بابه غومبکي، پتاب او سکندري کلیو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې موخه په یادو سیمو کې د امارتي ځمکو د دوسیو نمګړتیاوې پوره کول ښودل شوي دي.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
