د ننگرهار کانال کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
Mon, Jun 12 2023 10:08 AM
د ننگرهار کانال کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

۲۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پآر هڅې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د یاد ریاست اړوند د هډې فارم کې ۱۱ کورونه چې ځمکې یې غصب شوي و، له منځه یوړل شول.
د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل: «د حفاظې پنوم په دې سیمه ( دوهم بلاک ۵۲ نمره ځمکه ده ) کې د غېر مسووله اشخاصو ۲۱ کورونه جوړ و ، پنځه کورونه يې تېره ورځ تخلیه او ړنګ شوه، شپږ کورونه يې څو ورځې وړاندې او باقي لس کورونو به  يې هم په نږدې ورځو کې ړنګ او تخلیه کېږي.» 
دمولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې د حفاظې پنوم دغه سیمه د کانال د جوړېدو سره سم  جوړه شوی وه، په کې د نباتي ناروغیو او افاتو ضد درمل ساتل کېده، له ښه مرغه ننګرهارکانال شرکت به یاده سیمه بیا ځلې فعاله، او ګڼ شمېر ټولګټې پروژې به په کې جوړې او په فعالیت به پېل وکړي، چې خېر به يې ټول ملت او بیت المال ته ورسېږي. 
ښاغلی کظیم وویل:« د کانال په هر فارم او هر ځای کې چې غېرمسوول اشخاص پراته دي ، ټولوته مو له وړاندې د بېلابېلو لارو خبرتیاوي ورکړي چې د کانال یادې ځمکې پرېږدي، هغوي چې پرې کورونه او مېنې ابادې کړي د پلان سره سم به يې کورونه ړنګ او یادې سیمې به  ترې تخلیه شي .»
د یادونې ده چې په تېر شاوخوا یوه کال کې د ننګرهارکانال شرکت شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه ځمکه بېرته را ګرځول شوي دي او دا کمپاین لا چټک روان دی، همدارنګه دغه  ټولې پروسې ننګرهارکانال شرکت د ټولي محافظ  په مرسته او همکارۍ ترسره کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS