د هلمند کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jun 12 2023 10:06 AM
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې ددې ولایت دکرنې  او مالدارۍ پراختیا او ودې ته د زمینې برابرولو په پار له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه دائره شوه.

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې ددې ولایت دکرنې  او مالدارۍ پراختیا او ودې ته د زمینې برابرولو په پار له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه دائره شوه.
نن یکشنبه د هلمند ولایت کرنې ، اوبولګولو او مالدارئ ریاست کې سکتوري غونډه ترسره سوه چې پکښې همکارو ادارو او مؤسساتو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د کرنې سکټور د اړوندو مؤسسو چارواکو د خپلو کړنو راپور وړاندي کړ، ستونزې او وړاندیزونه یې هم شریک کړل.
ورپسې د هلمند ولایت د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر انجنیر امان الله تسکین اړونده مؤسسو او انجیوګانو چارواکو ته د کارونو ښه ترسره کېدو په موخه د همغږۍ سپارښتني وکړې او غوښتنه یې وکړه ترڅو د ترسره کېدونکو فعالېتونو راپورونه پر وخت ددې ادارې سره شریک کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د چارو لا سمښت او همغږي کېدو په موخه د سکټور اړونده غړو لخوا نظرونه، غوښتني او سپارښتني شریکي شوې.
د غونډې په پای کې د هلمند دکرنې ریاست چارواکو د همکارو برنامو مسولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS