دکندهار دکرنې رییس ددې ولایت د ګمرک له رییس سره کتل
 
              د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم د کندهار د ګمرک رییس مولوی محمدحامد احمد سره دده په کاري دفتر کې د کتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې دواړو خواوو د وارداتي چرګانو، د چرګانو د محصولاتو، چرګوړو او کرنیزو درمولو د وارداتو دکتنې او معاینې پر څرنګوالې خبرې اترې وکړې.
دغه راز دکندهار دکرنې رییس ددې ولایت د ګمرک رییس سره په کتنه کې له دوو کیلو د زیاتو وزن لرونکو چرګانو پر مطلق بندېدو د ټینګار ترڅنګ د وارداتي چرګوړو د روغتیایي معاینې او کتنې پر چټکتیا او اغېزمن تیا هم خبرې وکړې.
دغه راز په دې لیدنه کې د سپین بولدک سرحدي ګمرک کې د کرنې ریاست د کارکوونکو او د ګمرک اړوند مامورینو تر منځ پر همکارۍ او همغږۍ هم ټینګار وشو.
