دننګرهار سرخرود کې د شپږو کانالونو د پاک کارۍ چارې روانې دي
 
              ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهارولایت سرخرود ولسوالی کشکک، ټټنګ، نواب جبارخان، خیرآباد، امرخېل او سیدان عرب  کلیو کې د IRC نړیوالې موسسې له خوا د کانالونو پاکولو پروژې، چې څه موده وړاندې پیل  شوي وي،  د یادې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا يې چارې له نږدې وکتل شوې، او همدا راز کاریګرو ته د کار په بدل کې د پیسو د وېش پروسې څخه يي هم څارنه ترسره کړه.
د چارواکو په خبره په یادو کلیو کې ۱۷۹ تنه ځای اوسیدونکې د کانالونو په پاک کارۍ کې بوخت دي، چې هر یو کارګر ته د ۲۵ کاري ورځو په بدل کې ۸۷۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.
