لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Sat, Jun 10 2023 1:59 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولایت مقام په مېلمستون کې غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
همداراز نوموړی د ختیځ زون په کچه غونډه  چه دننګرهار ولایت والي په مشرۍ جوړه شوې وه او د ګونړ، نورستان او لغمان ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو اواستخباراتو مسؤلینو اودځمکو دغصب مخنیوي تخنیکي پلاوی رئیسانو اود قضایای امارت امرینو په کې هم دعوت شوي وو دخپل ګډون په هکله وویل: « سپارښتنه دا وه چې دامنیې قوماندانۍ مسؤلین باید د تخنیکي پلاوی سره د امنیت په ټینگښت او د غاصبینو په راجلبولو کې پوره همکاري وکړي همداراز هغه وویل چې د زون په سطحه یې په میاشت کې یو ځل دتخنیکي پلاوی دهمغږۍ په پار د غونډې د دائیریدو سپارښتنه هم وکړه.»
  په دې غونډه کې د ډاکټر نورعلي بلند منزلو شپږو متصرفو اشخاصو ته چې خپل کورونه یې د بلند منزلو ځمکې څخه تخلیه کړي وو د نورعلي له لوري دوي ته د کور دتخریب دقیمت په اندازه نغدې مبلغ ورکړل شوې. 
 ورته مهال په غونډه کې د قرغیو ولسوالی اړوند دنهرکریم سیمې  د امارتي ځمکې راغلو متصرفو اشخاصو سره تخنیکي پلاوی ولیدل په دې لیدنه کې له دوي څخه د ځمکې اړوند قانوني اسنادو غوښتنه وشوه چې په ترڅ کې متصرفو اشخاصو وویل، چې نوموړې ځمکې یې له اشخاصو څخه د پیسو په بدل کې اخیستې دي.بیا تخنیکي پلاوی مسؤلینو له لوري دوي ته وویل، شو چې خپلې پیسې مو بېرته له اړونده غاصبینو څخه واخلئ او تخنیکي هیئت به غاصبو اشخاصو سره قانوني چلند وکړي.  وروسته د علینګار ولسوالۍ اړوند قلعه ټک،نیماني او دمرکز اړوند ملک افضل بیلې سیمو د امارتي ځمکو متصرف اشخاص چې غونډې ته احضار شوي وو له دوي سره ولیدل په دې لیدنه کې له متصرفو اشخاصو ځمکې اړوند دقانوني اسنادو غوښتنه وشوه چې له دوي سره د ځمکې اړوند کوم قانوني اسناد شتون نه درلوده تخنیکي پلاوی مسؤلینو له لوري د نوموړي ځمکې متصرفو اشخاصو څخه استحضاري واخیستل شو چې له دې وروسته به هیڅ ډول تصرفات په امارتي ځمکو کې نه کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS