د کرنې وزارت دګمارنې د تنظیم په موخه تعقیبي غونډه دائره شوه

user-admin
Fri, Jun 09 2023 9:20 AM
د کرنې وزارت دګمارنې د تنظیم په موخه  تعقیبي غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو دګمارنې د تنظیم په موخه دویمه غونډه د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې وزارت د قراردادي، بالمقطع او امتیازي کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې د اسانتیاوو د تنظیم په موخه د جوړې شوې کمېټې د راپور اورېدو په موخه جوړه شوې وه.
د کرنې وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر اساس دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي ته دنده سپارل شوې ده، چې د کرنې وزارت امکاناتو ته په کتو ددې وزارت د قراردادي او بالمقطع کارکوونکو د ګمارنې او د امتیازاتو او اضافه کارۍ وېش دې د کارکوونکو د مصروفیت پر اساس داسې ترتیب کړي، چې حق حقدار ته ورسېږي او په ځانګړې توګه تخنیکي او مسلکي کارکوونکي خوندي او وهڅول شي، ترڅو د مسلکي کارکوونکو په ساتنې سره دکرنې وزارت خپلو استراټیژیکو موخو ته ورسېږي.
په همدې موخه په تېره غونډه کې مالي او اداري مرستیال یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارلې وه، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا چې دکرنې وزارت ته کوم فرصتونه منظور شوي دي، د وزارت اړتیاوو ته په کتو دې ډلبندي او ووېشي، او له ډلبندۍ وروسته د منظورۍ په پار دې دکرنې وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړي، ترڅو له منظورۍ وروسته د کرنې وزارت اړتیاوو ته په کتلو ګمارنې ترسره شي.
مالي او ادارې مرستیال د ګمارل شوې کمېټې د راپور له اورېدو وروسته د کرنې وزارت د رهبرۍ د ژمنې په اړه خبرې وکړې، چې د کاري تشو د له منځه وړلو او د کرنې وزارت د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په موخه د یو متخصص کاري ټیم رامنځته کول دي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د غلو دانو، مالدارۍ، بوټوساتنې، بڼوالۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او ستراتیژیکو زېرمو په برخو کې دې د وزارت په کچه د متخصصینو یو بورډ جوړ شي، تر څو د وزارت مشرتابه ته تخنیکي مشورې ورکړي. 
دغه غونډه د بشري سرچینو، مالي او حسابي ریاستونو او دغه راز د معینیتونو د استازو په شتون کې دائره شوې وه.


جلسه تعقیبی به منظور تنظیم امور استخدام وزارت زراعت برگزار شد 

 دومین جلسه به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت به منظور تنظیم امور استخدام کارمندان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
این جلسه به منظور  استماع گزارش کمیته موظف شده جهت تنظیم امکانات وزارت زراعت در بخش استخدام کارمندان قراردادی، بالمقطع و امتیازی برگزار شده بود. 
 مطابق به فیصله رهبری وزارت زراعت به مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری این وزارت وظیفه سپرده شده است که تمام امکانات وزارت زراعت در بخش استخدام کارمندان بالمقطع، قراردادی و تقسیم امتیازات و اضافه کاری به اساس مصروفیت کاری  را طوری سوق دهد که حق به حقدار برسد و مخصوصا کارمندان تخنیکی و مسلکی حفظ گردیده و تشویق گردند تا وزارت زراعت با حفظ  کارمندان مسلکی به اهداف مطلوب و استراتیژیک تعین شده برسد.
بدین منظور معین مالی و اداری در جلسه قبلی  به یک کمیته مشخص وظیفه سپرده بود که  این فرصت‌های که برای وزارت زراعت از سوی رهبری امارت اسلامی منظور شده  است را به اساس نیازمندی وزارت تقسیم و سهم بندی نمایند و پس از سهم بندی جهت منظوری به رهبری وزارت زراعت پیشکش نمایند تا پس از منظور مطابق به نیازمندی وزارت زراعت امور استخدام به پیش برود.
معین مالی و اداری پس از استماع گزارشات کمیته موظف شده از تعهد رهبری وزارت زراعت بر ایجاد یک تیم کاری متخصص جهت رفع خلا های کاری و رسیدن وزارت زراعت به اهداف استراتیژیک آن سخن زد.
در این جلسه تصمیم گرفته شد که یک بورد از متخصصین  سطح وزارت متشکل از کارشناسان بخش‌های غله جات، مالداری، حفاظه نباتات، باغداری، آبیاری، منابع طبیعی ذخایر استراتیژیک ایجاد شود که به رهبری وزارت زراعت مشوره های فنی بدهد.
این جلسه با اشتراک مسوولان ریاست‌های منابع بشری  و مالی و حسابی و نماینده‌گان معینیت‌های وزارت زراعت برگزار شده بود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS