دکرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, May 30 2023 3:49 PM
دکرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې چارواکو سره وکتل

۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا (CBARD) پروژې له چارواکو سره په کتنه کې ددې پروژې پر راتلونکو پلانونو او موخو خبرې اترې وکړې.
مولوی صدراعظم د پروژو په اداري برخو کې د بودیجې پر ډېر لګښت او د بنسټیزو چارو په نه ترسره کولو د نیوکو ترڅنګ وویل: «اسلامي امارت د ټول هېواد په کچه د پروژو پلي کولو ته ژمن دی، د امیرالمؤمنین په یوه فرمان سره د کوکنارو کرکېله بند او د روږدو کسانو درملنه شوې، د پروژو له چارواکو څخه مو غوښتنه داده، چې په معیاري، بنسټیز او شفافه توګه کار وکړي.»
دکرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې چارواکو خپلې کړنې او فعالیتونه بیان کړل او ویې ویل هلې ځلې کوي، چې د ادارې او تمویل کوونکی بنسټ ټاکل شوې موخو ته ورسېږي.
دکرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه (CBARD) خپل فعالیتونه په ۲۰۱۷ ام کال کې پیل او ټاکل شوې وه، چې تر ۲۰۲۵ ام کال پورې دوام ومومي. ددې پروژې تمیول کوونکی د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره او پلي کوونکی یې د سولې بنسټ مؤسسه وه، ددې پروژې بودیجه ۳۰ میلیونه ډآلر ده او د کوکنارو دکرکیلي مخنیوي په پار د لوړ ارزښت لرونکو حلالو محصولاتو د کرکیلې ترویج په پار په لاره اچول شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS