لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, May 30 2023 3:47 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې کې تخنیکي پلاوی د لغمان د پوهنې ریاست پورې اړوند د معلمینو رسمي ښارگوټو او دمکتبونو غصب شويو ملکیتونو د غصب څخه دخلاصون په موخه بحث او خبرې وشوې په همدې موخه غونډې ته د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال او داملاکو مدیر راغوښتل شوي وو.
ورته مهال د قرغیو ولسوالی اړوند دعبدالرحیمزیو سیمه کې د 600جریبه کرنیزې ا. ځمکې اجاره دار یعنې د نوښت ګر ابراهیمي شرکت مسؤل دعریضې په موضوع بحث وشو چې دلاښه څیړنې لپاره دځمکې مستاجر او عبدالرحیمزیو سیمې څو تنه قومي مشران چې ددې ځمکې د مستاجر د تجارتي پلان دتطبیق مخنیوي کوه غونډې ته غوښتل شوي وو.
دغه راز په دې غونډه کې د شیرزاد په نوم یوتن اجاره دار چې سل جریبه ځمکه یې د درونټې ډنډ کاسې ته څېرمه اخیستې د ګل زمان په نوم شخص یې نه پریږدي چې کښت او کر په کې وکړي د نوموړي اجاره دار په عریضه بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو اړینو موضوعاتو هم خبرې اترې او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS