ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Sat, May 27 2023 11:44 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

د ننګرهارولایت د امارتي، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکې پلاوی ټولو غړو د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکې پلاوی رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری غونډه ترسره کړه. 
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ، د مهمندرې ولسوالۍ ۲۹ ، ۳۰ او ۳۱ویالو کې د شش جریبه ځمکو په اړوند بحث وشو، چې نوموړې ځمکې د وخت د حکومتونو لخوا ملغاء شوی باید لومړې تثبیت او بیا د نافذه قوانینو په رڼا کې پری تصمیم ونیول شي .
همدا راز د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د سخي صاحب په نامه وقفي ملکیت په اړوند تصمیم ونیول چې سیمه به د غاصبینو د منګلو څخه خلاصوی او اوقافو ریاست ته به یې تسلیموي . 
غونډه کې د غوچکو قریي اوسیدونکو، د جلال اباد ښار د څلورمی ناحیی اوسیدونکې ، کامې ولسوالی او حصارک ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې او مشکلات هم واوریدل شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS