لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې شپږ څلوېښتمه غونډه دائره شوه

mail-admin
Sat, May 27 2023 11:39 AM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې شپږ څلوېښتمه غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله شپږ څلوېښتمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې کې تخنیکي پلاوی دعلینګارولسوالی اړوند دلوګاړ او توپاک کلیو ولسونو عریضه چې د نورستان او لغمان ولایتونو سرحد  ټاکلو لپاره یې ولایت مقام ته عرض کړې وه وڅېړل شوه، دغه راز بیا د مستوفیت ریاست اړوند د پخواني اداري تعمیر دغصب دوسیه چې دخاصې محکمې له لوري تخنیکي پلاوی ته محول شوې یاد پلاوی ټول اسناد او اوراق د دوسیې وکتل او پرې بحث او خبرې وکړې. په ورته مهال تخنیکي پلاوی د نوموړې دوسیې وکیل او متصرف شخص را وغوښتل او دیاد ملکیت په هکله یې ترې دقانوني اسنادو غوښتنه وکړه اوهم یې د دوي څرګندونې واوریدلې ددې دوسیې وکیل په خپلو خبرو کې وویل چې نوموړې ساحه شخصي ملکیت ده او د ډاکترنجیب الله د دولت پرمهال نوموړې ساحه د دولت مامورینو او اداري ودانیو ته پرته له استملاک څخه  نیول شوې ده هغه زیاته کړه چې دولت دې یاهمدا ځمکه او یا د ځمکې استملاک بدیل ورکړي. د دې موضوع دلا ښه څیړنې لپاره پریکړه وشوه چې د کرنې او ښاروالۍ ریاستونو څخه دې د مدعابها داستملاک او عدم استملاک معلومولو لپاره رسمي پوښتنلیکونه وشي.
 په ورته مهال  مدعي اسدالله او مدعي علیه خان  چې دمرکز اړوند کوټه طور اوسیدونکو حقوقي دوسیه چې د دوي دکورونو ترمنځ دتفریحي پارک باندې  رامنځته شوې او دخاصې محکمې له لوري تخنیکي هیئت ته محول شوې وه تخنیکي هیئت پرې بحث او خبرې وکړې چې په ورته مهال تخنیکي هیئت د دوسیې مدعي او مدعي علیه دواړه غونډې ته رابللې وو د دوي څرګندونې واوریدلې د دوسیې مدعي په خپلو خبرو کې وویلې چې مدعابها  دده شخصي ملکیت ده اسناد هم په لاس لري او د نوموړي شخص له خوا غصبه شوې بل اړخ ته دده مدعي علیه په خپلو خبرو کې وویل چې مدعابها تفریحي پارک او دولتي ملکیت ده، پریکړه وشوه چې تخنیکي هیئت به  مدعابها له نږدې وګوري او اسناد به ساحه باندې تطبیق کړي.
 دغونډې په وروستیو کې دمدعي علیه جاوید او ددوسیې مدعي شرعي وکیل ناصر خان ترمنځ د رهایشي نمرې دغصب دوسیه باندې بحث او خبرې وشوې تخنیکي هیئت دواړه جانبین غونډې ته رابللي وو دوي یې را وغوښتل او  څرګندونې یې ورڅخه واوریدلې د دوسیې وکیل ناصر خان وویل چې مدعا بها څلور بسوې رهایشي نمره ده او  د ده د خور لور له لوري د ډاکټر نجیب الله د دولت پرمهال له ښاروالۍ ریاست څخه د پیسو په بدل کې اخیستې ده او چهاردیوالې هم شوې ده د وخت په تیریدو سره دنوموړي مدعي علیه له لوري غصبه شوې ده بل اړخ ته ددوسیې متصرف شخص وویلې چې مدعابها شخصي ملکیت ده او په 1371 کال کې یې د معین الدین د احصام الدین زوی څخه دپیسو په بدل کې اخیستې ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS