زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه
              ۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
 د زابل  ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو اړوند اته ویشتمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه، په کې د زابل ولایت د کرنې رییس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې رییس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي محمد اسلام واسع، د زابل ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن او د قضایاوو امارت نماینده محمد موبین  د غړیو  په توګه ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
باید وویل شي، چې زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
