لوګر کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې هڅې 

mail-admin
Mon, May 22 2023 2:20 PM
لوګر کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې هڅې 

۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام یاد پلاوی د لوګر محمدآغې ولسوالی اړوند آوپران، بیکو، ملانیازګل او نیازیو سیمو ته کاری سفر وکړ.
په دغه سفرکې چې موخه یی دغصب شویو ځمکو څخه لیدنه او بېرته راګرځول ښودل شوی، مشري یې ددغه پلاوی رییس الحاج مولوی سیدامین هاشمي کوله په داسې حال کې، چې د پلاوي غړو او دمحمدآغې ولسوالی چارواکو یې هم ملتیا کوله دځینو سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د سیمې قومي مشرانو ته په بېلابېلو ناستو کې د لازمو لارښوونو سره له هغوی وغوښتل، ترڅو په دښتو کې له نویوکارونوپه کلکه ډډه وکړي.
همداراز ددې سفر په ترڅ کې د بیکو او ملانیازګل سیمو له قومي مشرانوسره په ناسته کې یادو خلکو په خپلو خبروکې د آوپران په دښته کې د مرعي ادعا درلوده د دوی په وینا چې اسناد هم پرلاس لري.
همدارنګه د دهنو سیمې له قومي مشرانو سره دولسوالی په مقام کې د ناستې په ترڅ کې خبرې وشوې او دوی زیاته کړه، د نیازیو سیمه چی ټول ټال ۲۱۲۱جریبه ځمکه ده د داود خان د واکمنۍ پر مهال دوی ته ورکړل شوی ده، خو اوس دځینو خلکو لخوا لاندې شوي او دوانۍ پرې جوړې شوي دي اسناد به یې له څېړلو وروسته دوسیه کې ځای پرځای او مرکزی کمیسیون ته به واستول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS